د افغانستان کرېکټ بورډ د هند پر وړاندې د راتلونکې شل اوریزې لوبلړۍ لپاره د ۱۵ کسیزې لوبډلې نوملړ اعلان کړی دی چې نوین الحق هم له نږدې دوو کلونو وروسته بېرته په لوبډله کې شامل شوی دی.
د کرېکټ بورډ په وینا، نوین الحق له خپلو ټپونو رغېدلی او د هند پر وړاندې به په درې شل اوریزو لوبو کې د افغانستان لپاره ولوبېږي. په نوملړ کې د فضل الحق فاروقي او د دویم وېکټ ساتونکي په توګه د نورالرحمان نومونه هم شامل دي.
د افغانستان لوبډله د ابراهیم ځدراڼ په مشرۍ ټاکل شوې او رحمان الله ګوربز، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، نورالرحمان، محمد نبي، راشد خان، ننګیال خروټی، مجیب الرحمن، نوراحمد لکڼوال، فضل الحق فاروقي، نوین الحق او عبدالله احمدزي پکې شامل دي.
شاهدالله کمال، فرید ملک او اعجاز احمدزي د احتیاطي لوبغاړو په توګه غوره شوي دي.
ټاکل شوې دغه درې شل اوریزې لوبې د سپټمبر له ۱۳مې تر ۱۷مې پورې د هند په ډیلي کې ترسره شي. افغانستان به د دغو سیالیو لپاره د تمریناتو او چمتووالي په موخه تر لوبلړۍ مخکې هند ته سفر وکړي.
د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغانستان تر دې وړاندې له هند سره نهه شل اوریزې لوبې کړې دي چې هند اووه ګټلې، یوه مساوي پای ته رسېدلې او یوه لوبه بې پایلې پاتې شوې ده.


