د پېښور د قیمتي ډبرو بازار؛ ایا دا یو نړیوال بازار دی؟

0
68

لیکنه: عبدالرحمان ثاقب 


یو وخت مې مرحوم پلار له خپل یوه ملګري سره د کراچۍ په لې مارکیټ کې د قیمتي ډبرو د پېژندلو، ډولونو او بیو په اړه خبرې کولې. دا د کاروبار یوه ځانګړې برخه وه. د پلار هغه ملګری به له ډېرو ساعتونو مزل وروسته د ده لیدو ته راتلو، بیا به دواړو د قیمتي ډبرو پر کاروبار اوږدې خبرې کولې.

زه به هم د هغوی خبرې په ډېر شوق اورېدلې. د قیمتي ډبرو د بېلابېلو ډولونو، ارزښت، کیفیت او بیو په اړه به چې دوی خبرې کولې، زما لپاره به ډېره په زړه پورې او خوندوره وه. د دوی په خبرو کې به داسې خوند و چې د وخت تېرېدو به مې احساس هم نه کاوه.

په دې وروستیو کې مې د قیمتي ډبرو د کاروبار په اړه د یوه پوډکاسټ لیدلو فرصت پیدا کړ. د پوډکاسټ کوربه خبریال سهیل اصغر و او ورسره د سفرونو ویلاګر جمشېد برکي هم ناست و. دواړو په پېښور کې د قیمتي ډبرو له نوموتو سوداګرو سره خبرې کولې.

دې خبرو یو ځل بیا د خپل پلار او د هغه د ملګري هغه پخوانۍ ناستې را یادې کړې؛ هغه ناستې چې پکې به د قیمتي ډبرو د ډولونو، رنګونو، کیفیت، ارزښت او بیو په اړه په تفصیل خبرې کېدې.

د قیمتي ډبرو کاروبار کوونکي سوداګر د حکومت له نه پاملرنې او د دې برخې د ملاتړ له نشتوالي څخه ډېر ناهیلي ښکاره شول. په پوډکاسټ کې یوه سوداګر وویل چې په پاکستان کې د قیمتي ډبرو صنعت ته د حکومت له خوا نږدې هېڅ ډول ملاتړ نه کېږي، له همدې امله دا برخه تر اوسه د خپلې اصلي وړتیا تر کچې نه ده رسېدلې.

د نوموړي په وینا، د نړۍ په نورو هېوادونو کې د قیمتي ډبرو صنعت ته ځانګړې پاملرنه کېږي او د ودې لپاره ورته بېلابېلې اسانتیاوې برابرېږي، خو په پاکستان کې دې برخې ته هغه پاملرنه نه ده شوې چې باید شوې وای.

اوس پوښتنه دا ده چې د پېښور په نمک منډۍ کې د قیمتي ډبرو بازار یوازې د پاکستان یو مشهور بازار دی، که رښتیا هم ورته نړیوال بازار ویل کېدای شي؟

نمک منډۍ له ډېرې مودې راهیسې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د کاروبار یو مهم مرکز پاتې شوی دی. د امریکا د جیمولوجیکل انسټیټیوټ (GIA) د معلوماتو له مخې، دغه بازار له افغانستان، ازبکستان، تاجکستان او ایران په ګډون د سیمې له بېلابېلو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې لري.

په پوډکاسټ کې یوه سوداګر د افغانستان د قیمتي ډبرو په اړه وویل چې دغه ډبرې د خپل روڼوالي او لوړ کیفیت له امله ځانګړې شهرت لري. د نوموړي په خبره، په افغان ډبرو کې د اوبو اندازه زیاته وي، چې له امله یې د ډبرو روڼوالی زیاتېږي او همدا ځانګړنه یې ځانګړې کوي.

په نمک منډۍ کې د پاکستان او افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه راوړل کېدونکي قیمتي ډبرې اخیستل او پلورل کېږي. د دې کاروبار اړیکې له بهرنیو بازارونو سره هم تړلې دي.

خو پوښتنه دا ده چې د دې بازار نړیوال اغېز تر کومه ځایه رسېږي؟ له دې ځایه قیمتي ډبرې کومو هېوادونو ته ځي؟ بهرني پېرېدونکي ولې دې بازار ته راځي؟ او د پېښور دا پخوانی سوداګریز بازار له نړیوال بازار سره په څه ډول تړاو لري؟

کېدای شي د دغو پوښتنو ځوابونه د نمک منډۍ په همدغو له ګڼې ګوڼې ډکو کوڅو، د سوداګرو په ناستو او هغو رنګارنګ ډبرو کې پټ وي؛ هغه ډبرې چې له غرونو را ایستل کېږي، د پېښور تر دې بازاره رسېږي او له هغه ځایه بیا د نړۍ بېلابېلو برخو ته خپل سفر پیلوي.