د امریکا او کاناډا ترمنځ څه روان دي؟ د سوداګریزو خبرو له ناکامۍ وروسته کړکېچ زیات شوی

0
69

د امریکا او کاناډا ترمنځ درې ورځنۍ مهمې سوداګریزې خبرې پرته له هوکړې پای ته رسېدلې دي، چې ورسره د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پسې ترینګلې شوې دي.

د رویټرز د راپور له مخې، کاناډا د خبرو له ناکامېدو وروسته اعلان کړی چې د سپټمبر له ۸مې نېټې څخه به د امریکا پر یو شمېر توکو متقابل ګمرکي محصولونه ولګوي.

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني په اوټاوا کې یوې خبري غونډې ته وویل، پر امریکايي فولادو، برېښنایي وسایلو او ځینو نورو توکو به د «ډالر په بدل کې ډالر» پر بنسټ ورته محصولونه ولګول شي.

د کاناډا دا پرېکړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغه اقدام وروسته شوې چې پر کاناډايي توکو یې ۵۰ سلنه اضافي ګمرکي محصول ټاکلی دی.

کارني د امریکا د تعرفو په اړه سخت دریځ څرګند کړ او ویې ویل، کاناډا به د خپلو کارګرانو، بزګرانو، کورنیو او سوداګرو د ساتنې لپاره د امریکا د تعرفو پر وړاندې ورته اقدام وکړي.

د امریکا نوي ګمرکي محصولونه د کاناډا پر شرابو، فرنیچر، لبنیاتو، سمنټو، جامو او د هاکي پر وسایلو سربېره د شاوخوا ۲۰ میلیارد ډالرو پر ارزښت صادراتو اغېز کولی شي.

د راپور له مخې، دغه محصولونه پر هغو توکو هم لګېږي چې د امریکا، مکسیکو او کاناډا د درې اړخیزې ازادې سوداګرۍ تړون له مخې تر دې مخکې له ځینو تعرفو خوندي وو.

بلخوا، د امریکا د سوداګرۍ استازي جېمسن ګرېر ویلي چې کاناډا له امریکا سره د همکارۍ یو مهم فرصت له لاسه ورکړی دی. هغه ویلي، واشنګټن تر اوسه له کاناډا سره د نورو خبرو پلان نه لري او د کاناډا د احتمالي متقابل اقدام لپاره چمتووالی نیسي.

سوداګریز کارپوهان اټکل کوي چې د امریکا د نویو تعرفو له امله به د کاناډا د صادراتو یوه برخه له جدي ستونزو سره مخ شي. د دوی په وینا، د لرګیو او شرابو په څېر ځینې صنعتونه ښايي زیان وویني او د کارموندنې پر وضعیت هم منفي اغېز وکړي.

په کاناډا کې د حکومت د دې پرېکړې لپاره سیاسي ملاتړ هم څرګند شوی دی. د مخالف محافظه کار ګوند مشر پییر پوایلیور ویلي چې کاناډایان باید د خپلو دندو او سوداګریزو فعالیتونو د ساتنې لپاره د هېواد د ګټو دفاع وکړي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اختلافاتو له زیاتېدو سره د امریکا، مکسیکو او کاناډا د درې اړخیزې ازادې سوداګرۍ تړون راتلونکی هم له نویو ننګونو سره مخ شوی دی.