د پاکستان د پوځ مشر سبا تهران ته ځي

0
63

د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر ټاکل شوې چې سبا د اګست میاشتې په څليرويشتمه د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، دغه سفر د ایران او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او په سیمه کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د اسلام‌اباد د هڅو په دوام کې ترسره کېږي.

د معلوماتو له مخې، عاصم منیر به د سفر پر مهال له ایراني لوړپوړو چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

پاکستان په وروستیو میاشتو کې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو د اسانتیا لپاره هڅې کړې دي. د اسلام‌اباد په منځګړیتوب د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند هوکړه هم شوې وه، خو دغه هوکړه څو اوونۍ وروسته له منځه ولاړه.

د ایران او امریکا ترمنځ د هرمز تنګي پر سر اختلافات د یادو هڅو له مهمو موضوعاتو څخه بلل شوي دي. که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیمې نښتې درېدلې دي، خو د سیمې وضعیت لا هم ترینګلی دی.

ایران د هرمز تنګي د پرانیستلو په اړه ویلي چې د واشنګټن له لوري د خپلو غوښتنو تر منل کېدو پورې به دغه مهمه سمندري لار پرانیستل نه شي.

بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې هرمز تنګی باید پرانیستی وي او په دې اړه یې د امریکا د دریځ پر دوام ټینګار کړی دی.