د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، هېواد یې اوس له اقتصادي او پوځي پلوه له سختو شرایطو سره مخ دی، خو د ده په وینا، ایران د ستونزو پر وړاندې خپل دریځ ساتلی دی.
پزشکیان ویلي، حکومت په روانو کړکېچنو شرایطو کې د خلکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د ایران ولسمشر ادعا کړې چې د ده په وینا، د ایران د کمزوري کولو او د وینزویلا په څېر د وضعیت رامنځته کولو هڅه شوې وه، خو دا موخه نه ده ترلاسه شوې. هغه زیاته کړې چې د خلکو ګډ دریځ د روانو ستونزو د هواري لپاره د یوه هوکړهلیک په رامنځته کېدو کې اغېزمن تمام شوی دی.
د پزشکیان په وینا، یو شمېر کارپوهانو دغه هوکړهلیک د مصلحت، درناوي او هوښیارۍ پر بنسټ بللی دی.
هغه همداراز ویلي، هغه کسان چې له دې هوکړې سره مخالفت کوي، د موضوع وضعیت او شرایط په سمه توګه نه ارزوي.
د پزشکیان څرګندونې په داسې حال کې دي چې د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ ترڅنګ د دواړو هېوادونو د اړیکو او احتمالي هوکړې په اړه بحثونه هم روان دي.


