د امریکا محکمې افغانستان په ګډون د ۷۵ هېوادونو پر کډوالۍ ویزو لګېدلی بندیز لغوه کړ

0
61

د امریکا د نیویارک یوې فدرالي محکمې د هغو ۷۵ هېوادونو پر وګړو د کډوالۍ ویزو د ورکړې په اړه د حکومت بندیز لغوه کړی چې غوښتل یې په امریکا کې د تل لپاره مېشت شي.

د جنوبي نیویارک فدرالي محکمې قاضي جینیټ ورګاس د جمعې په ورځ په خپل حکم کې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دغه تګلارې په پلي کولو کې له خپل قانوني واک څخه اوښتی دی.

د امریکا حکومت د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له ۲۱مې د ۷۵ هېوادونو د وګړو د کډوالۍ ویزو د غوښتنلیکونو د څېړنې او ورکړې بهیر درولی و. په دې هېوادونو کې افغانستان، پاکستان، ایران، عراق، مصر، نایجیریا، سومالیا، یمن، برازیل او یو شمېر نور هېوادونه شامل وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي وو چې دغه پرېکړه د دې لپاره شوې چې د هغو هېوادونو کډوال چې د امریکا لپاره د لوړ خطر په توګه ارزول شوي، له دولتي مرستو ناسمه ګټه وانخلي او پر عامه سرچینو فشار رامنځته نه کړي.

خو قاضي ورګاس ویلي چې د یوه کس د کډوالۍ ویزې د ردولو لپاره یوازې د هغه د زېږېدو هېواد ته کتل قانوني بنسټ نه شي کېدای او د هر غوښتونکي نور شرایط هم باید په پام کې ونیول شي.

د محکمې د حکم له مخې، هغه ویزې چې یوازې د همدې تګلارې پر بنسټ رد شوې وې، نور اعتبار نه لري.

د امریکا حکومت کولای شي د محکمې پر دې پرېکړه د لوړې محکمې له لارې اعتراض وکړي، نو د دې حکم عملي کېدل ښايي د راتلونکو قانوني پړاوونو له امله له بدلون سره مخ شي.

د ۷۵ هېوادونو په نوملړ کې افغانستان، پاکستان، ایران، عراق، مصر، بنګله‌دېش، برازیل، روسیه، نایجیریا، سومالیا، سوډان، سوریه، یمن، ازبکستان او ګڼ نور هېوادونه شامل وو.