د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ایران له امریکا سره د هوکړې غوښتونکی دی، خو د ده په اند تهران لا د داسې تړون منلو ته چمتو نه دی چې د واشنګټن له غوښتنو سره سم وي.
ټرمپ د جنوبي کارولینا ایالت د مېرټل بېچ ښار ته د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل، ایران اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی. هغه ادعا وکړه چې د ایران مالي سرچینې کمې شوې، سمندري او هوايي ځواک یې له ستونزو سره مخ دی او د سرتېرو او پولیسو د معاشونو د ورکړې توان هم نه لري. نوموړي همداراز په ایران کې د انفلاسیون کچه ۳۵۰ سلنه یاده کړه.
د ټرمپ په وینا، د امریکا پوځي او اقتصادي فشارونه به دوام ولري او واشنګټن به وګوري چې د دغو فشارونو پایله څه کېږي.
هغه د هرمز تنګي په اړه هم وویل چې امریکا د دې تنګي او شاوخوا سیمې «بشپړ کنټرول» لري. دا په داسې حال کې ده چې د هرمز تنګي وضعیت د امریکا او ایران ترمنځ د روانې شخړې له مهمو موضوعاتو څخه دی او د تېلو پر نړیوال بازار یې هم اغېز کړی دی.
د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو بهیر له اوږدې مودې راهیسې له اختلافاتو سره مخ دی. د دواړو لورو ترمنځ د مخکېني تفاهم د پلي کېدو پر څرنګوالي هم اختلافات رامنځته شوي او تر اوسه د وروستي تړون لپاره روښانه هوکړه نه ده شوې.
ایراني چارواکو بیا د امریکا پر اقتصادي فشارونو نیوکه کړې او ټینګار یې کړی چې تهران د خپلو غوښتنو له ترلاسه کولو پرته بهرنۍ فشارونو ته غاړه نه ږدي.


