په چارسده کې دوه ښځې د خپلو مېړونو له لوري وژل شوې دي

0
61

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په چارسده ولسوالۍ کې دوه ښځې د خپلو مېړونو له لوري په دوو جلا پېښو کې وژل شوې دي.

پولیس وايي، لومړۍ پېښه د چارسدې د میراخېل په سیمه کې شوې، چې پکې یوه ښځه د کورنۍ د شخړې له امله د خپل مېړه له لوري د مرۍ په ټینګولو وژل شوې ده.

د وژل شوې ښځې ورور سلیم خان پولیسو ته ویلي، چې په کور کې و، کله چې د هغه د خور زوی عمیر عالم ورته زنګ وواهه او خبر یې ورکړ چې ماما یې په خپل کور کې مړه پرته ده.

سلیم خان وايي، د پېښې ځای ته له رسېدو وروسته یې خپله خور مړه وموندله او ادعا یې وکړه چې د هغې مېړه اصف، چې د حسین‌اباد سیمې اوسېدونکی دی، خپله مېرمن وژلې ده.

پولیسو د پېښې په تړاو دوسیه ثبت کړې او د څرنګوالي په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.

په دویمه پېښه کې د چارسدې د حاجي‌اباد په سیمه کې یوه ښځه، روبینه، له خپل مېړه سره له شخړې وروسته په ډزو وژل شوې ده.

د روبینې ورور نعمان صدیق پولیسو ته ویلي، چې د خپلې خور د وژل کېدو له خبر وروسته د پېښې ځای ته ورغی او نوموړې یې په وینو کې لت‌پت وموندله.

د نوموړي په وینا، داسې ښکاري چې پېښه د روبینې او د هغې د مېړه شاه زمان ترمنځ له شخړې وروسته رامنځته شوې ده.

پولیسو د شاه زمان پر ضد دوسیه ثبت کړې او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د دواړو ښځو مړي د قانوني او طبي معایناتو لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي دي.