د ایران جګړې په تړاو ټرمپ عمان ته د پوځي برید ګواښ کړی

0
74

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که عمان د ایران د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې خنډ جوړ شي، واشنګټن به پر دغه هېواد برید وکړي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په مرکه کې عمان ته په څرګندو ګواښونو سره وویل چې که دغه هېواد د جګړې د پای ته رسېدو مخه ونیسي، امریکا به سخت غبرګون وښيي. نوموړي تر دې وړاندې هم په مې میاشت کې عمان ته ورته ګواښ کړی و.

د ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو لپاره ټاکل شوې دوه میاشتنی مهلت له کومې هوکړې پرته پای ته رسېدلی دی. نوموړي که څه هم مخکې څو ځله ویلي وو چې جګړه به ژر پای ته ورسېږي، خو په وروستۍ مرکه کې یې وویل چې د هوکړې لپاره بیړه نه لري او د خبرو لپاره یې کومه نوې نېټه نه ده ټاکلې.

ټرمپ له ایران څخه د تسلیمۍ غوښتنه هم کړې او ټینګار یې کړی چې د امریکا اساسي موخه دا ده چې ایران اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.

د امریکا ولسمشر دا هم ویلي چې د ایران پر وړاندې د نږدې شپږ میاشتنۍ جګړې پر مهال د امریکا د وسلو زېرمې د پام وړ نه دي کمې شوې. نوموړي ادعا کړې چې د امریکا ځینې پرمختللې وسلې او دفاعي سیستمونه د پخواني ولسمشر جو بایډن د واکمنۍ پر مهال اوکراین ته ورکړل شوي وو.

د هرمز تنګی هم د روان کړکېچ له مهمو موضوعاتو څخه دی. دغه سمندري لاره د نړۍ د انرژۍ په سوداګرۍ کې ستر اهمیت لري او د نړۍ د سمندري تېلو د لېږد یوه پنځمه برخه ترې تېرېږي. ایران د دغه تنګي په شمال او عمان په جنوب کې موقعیت لري او دواړه هېوادونه د دې مهمې سمندري لارې د وضعیت په اړه خبرې کوي.

عمان له امریکا سره له اوږدې مودې راهیسې پوځي او اقتصادي اړیکې لري او د واشنګټن او تهران ترمنځ یې په بېلابېلو پړاوونو کې د منځګړیتوب رول هم لوبولی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له عمان سره خبرې لا هم په جدي توګه روانې دي.

ټرمپ په خپله مرکه کې د لومړي ځل لپاره وویل چې واشنګټن له ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو له ځواک سره هم د اړیکو یوه پټه لاره پرانیستې ده. نوموړي د دغه ځواک پر مشرانو سختې څرګندونې کړې دي.

د عمان پر وړاندې د ټرمپ تازه ګواښ په داسې حال کې مطرح شوی چې دغه هېواد د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو په بهیر کې د اړیکو د مهمې لارې په توګه رول لري.