په کلا عبدالله او هرنایي کې د پولیسو پر پوستو دوه بېلابېلې پېښې

0
65

کلا عبدالله: د کلا عبدالله ولسوالۍ د تو اډې تاڼې په سیمه کې د ناپېژاندو وسله والو موټرسایکل سپرو په ډزو کې دوه پولیس سرتېري ټپیان شوي دي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، پېښه د جمعې په ورځ رامنځته شوې ده. وسله والو پر پولیسو ډزې کړې او وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

په پېښه کې خلیل احمد او نور شاه نومي دوه پولیس ټپیان شوي، چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

پولیسو سیمه محاصره کړې او د پېښې د عاملانو د موندلو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.

هرنایي: د هرنایي په سیمه کې ناپېژاندو کسانو د چاودېدونکو توکو په وسیله دوه تشې پولیسې پوستې ویجاړې کړې دي.

د پولیسو په وینا، د ۵ مایله پولیسې پوستې دننه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو چې وروسته یې چاودنه شوې او پوسته ویجاړه شوې ده. د ۲۲ مایله د بلې پولیسې پوستې د ویجاړېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

چارواکي وایي، دواړه پوستې له مخکې تشې وې او پکې پولیس پر دنده نه وو؛ له همدې امله په پېښه کې د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

دواړو پېښو په تړاو د سیمې پولیس او اړوندې ادارې خپلې پلټنې روانې ساتلې دي.