پاکستان: د ایران او امریکا د کړکېچ د سوله‌ییز حل لپاره د پاکستان هڅې روانې دي

0
80

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، ایران ته د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وروستی سفر د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ د سوله‌ییز حل لپاره د اسلام‌اباد د هڅو په لړ کې شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د چهارشنبې ورځې په اوونیزه خبري غونډه کې وویل، نقوي په تهران کې له ایراني چارواکو سره د لیدنو پر مهال یو پیغام رسولی، خو د هغه د منځپانګې په اړه یې جزیات ورنه کړل.

نوموړي وویل، د کورنیو چارو وزیر د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو او اړیکو په برخه کې له نورو پاکستاني چارواکو سره یوځای هڅې کوي او د هغه تماسونه د عادي ډیپلوماټیکو اړیکو برخه دي.

اندرابي زیاته کړه چې پاکستان لا هم هیله لري د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ لپاره د خبرو له لارې حل وموندل شي. د هغه په وینا، په نړیوالو شخړو کې د تاوتریخوالي او خبرو ترمنځ بدلون معمول دی او پاکستان به له دواړو لورو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، د روانې اوونۍ په ترڅ کې هم د سیمې د هېوادونو له چارواکو سره د اسلام‌اباد اړیکې روانې وې. د پاکستان مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په یوه ورځ له درېیو مهمو چارواکو سره ټیلیفوني خبرې کړې دي. نوموړي همداراز وویل چې د بحرین د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د سفر په درشل کې دی.

د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو لپاره اسلام‌اباد ته د ایراني چارواکو د راتګ په اړه اندرابي وویل، پاکستان د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د پارلمان مشر ته د سفر بلنه ورکړې او تمه لري چې د دواړو لورو لپاره په مناسبو نېټو کې به دغه سفرونه ترسره شي.

هغه وویل، که ایران او امریکا د پراخو سوله‌ییزو خبرو لپاره چمتو شي، اسلام‌اباد د داسې خبرو کوربه‌توب ته هم چمتو دی.

د اسلام‌اباد د تفاهم‌لیک په اړه د پوښتنې په ځواب کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، دغه سند د روان کړکېچ د حل او د هوکړې لپاره لاسلیک شوی و. د نوموړي په وینا، د پاکستان او قطر ترمنځ له وروسته ګډې اعلامیې سره تړلو شرایطو له امله ښایي دغه هوکړه تر اوسه په بشپړه توګه عملي شوې نه وي.

اندرابي وویل، د پاکستان له نظره د کړکېچ د پای ته رسېدو او د خبرو د بیا پیل لپاره د لارې نقشه په یاد تفاهم‌لیک او د پاکستان او قطر په ګډه اعلامیه کې شته.

نوموړي زیاته کړه چې د جون پر ۱۷مه د لاسلیک شوي تفاهم‌لیک د ۶۰ ورځنۍ مودې پای ته رسېدو ته څو ورځې پاتې دي، خو که دواړه لوري خبرو ته چمتو شي، د دې مودې غځول شوني دي. هغه وویل، پاکستان لا هم د خبرو د بیا پیل امکان نه ردوي.

د فلسطین د دولت په اړه د اسرائیلو دریځ

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د فلسطین د خپلواک دولت د جوړېدو د مخنیوي په اړه د اسرائیلي چارواکو وروستي دریځونه هم وغندل.

د وزارت ویاند وویل، د فلسطین د دولت جوړېدل د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو له پرېکړه‌لیکونو سره سمون لري او له دې نړیوال دریځ سره مخالفې څرګندونې د منلو وړ نه دي.

نوموړي همداراز د غزې څخه د اسرائیلي ځواکونو د وتلو او د سیمې د راتلونکي لپاره د وړاندیز شوي پلان په اړه وویل، که اسرائیل له خپلو ژمنو شاته شي، دا به د سولې بهیر ته جدي زیان ورسوي.

د هغه په وینا، د حماس بې‌وسلې کول او له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونو وتل له یو بل سره تړلې ژمنې دي او پاکستان تمه لري چې ټول اړخونه به خپلې ژمنې عملي کړي.