په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو د محدودیتونو له امله ګڼ شمېر کورنۍ له سخت رواني فشار سره مخ دي. د فرانسې خبري اژانس «اې اېف پي» د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له یو شمېر پلرونو سره د خبرو له لارې د هغو کورنیو اندېښنې راټولې کړې چې لوڼې یې له شپږم ټولګي وروسته ښوونځي ته له تلو بې برخې شوې دي.
د دغو کورنیو په وینا، د نجونو د زدهکړو دوام د دوی لپاره یوازې د ښوونځي موضوع نه ده، بلکې د راتلونکي مسلک، خپلواکۍ او ټولنیز ژوند له برخلیک سره تړاو لري.
یو افغان انجنیر، چې څلور لوڼې لري، وایي د ده مېرمن د منځني ښوونځي د ریاضیاتو ښوونکې وه، خو اوس د نجونو د زدهکړو له محدودیتونو سره هغه هم له تدریس څخه پاتې شوې ده.
نوموړي ویلي، هېڅکله یې فکر نه کاوه چې یوه ورځ به یې لوڼې د زدهکړو له دوام څخه بې برخې شي. د هغه په خبره، که نجونې له شپږم ټولګي وروسته ښوونځي ته ولاړې نه شي، د اوسني وخت د اړتیاوو لپاره به یې زدهکړې نیمګړې پاتې شي.
د کابل ولایت یو ډاکټر هم وایي، تل یې هیله لرله چې خپلې لوڼې لوړو زدهکړو ته ولېږي. نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان د پرمختګ لپاره د ښځو ونډه اړینه ده او هغوی یوازې د کورنیو د چارو لپاره نه دي.
هغه هڅه کړې وه چې خپلې لوڼې په ګاونډي پاکستان کې زدهکړو ته ولېږي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو ستونزو او د پولې د تړل کېدو له امله دا لاره هم ورته ستونزمنه شوې ده.
بل پلار، چې د راپور لپاره یې نوم نه دی څرګند شوی، وایي د خپلې ۱۳ کلنې لور د ښوونځي له پاتې کېدو وروسته یې په کور کې د هغې ژور خفګان لیدلی دی.
د نوموړي په وینا، پر زدهکړو د بندیز ترڅنګ د نجونو لپاره پر تفریحي او عامه ځایونو د تګ محدودیتونه هم د هغوی پر رواني حالت اغېز کوي. هغه وایي، کله ناکله یې د خپلې لور د سخت خفګان لیدل دومره اغېزمن کړي چې له نورو پټ ژاړي.
دغه پلار هڅه کړې وه چې د خپلې لور د زدهکړو لپاره له هېواده بهر د تګ زمینه برابره کړي، خو د سیمې د امنیتي او سیاسي حالاتو له امله یې دا پلان هم عملي نه شو.
ځینې کورنۍ هڅه کوي چې خپلې لوڼې لږ تر لږه په کور کې له زدهکړو سره بوختې وساتي. یو ۴۷ کلن افغان پلار وایي، دی او مېرمن یې چې خپله ښوونکې ده، خپلو لوڼو ته په کور کې د ښوونځي له پخوانیو کتابونو څخه درس ورکوي.
دوی هڅه کوي د ښوونځي پخوانی ورځنی نظم هم وساتي؛ نجونې پر ټاکلي وخت ویده کېږي، سهار وختي پاڅېږي او د زدهکړې لپاره ځانګړی مهالویش لري.
خو نوموړی وایي، په کور کې زدهکړه د ښوونځي بدیل نه شي کېدای. د هغه په وینا، کشره لور یې د خپلو همزولو له ډلې څخه د جلا کېدو له امله ناهیلې شوې او په یوازې ځان د زدهکړو دوام ورته ستونزمن دی.
هغه د خپلې لور د روحیې د ساتلو لپاره ورته ناولونه او نورې د لوستلو وړ کتابونه ورکوي، ځکه لور یې له مطالعې سره مینه لري.
د دغو پلرونو څرګندونې ښيي چې د نجونو د زدهکړو محدودیتونه یوازې د هغوی پر ښوونیز بهیر اغېز نه کوي، بلکې په کورنیو کې د راتلونکي په اړه اندېښنې، ناهیلۍ او رواني فشارونه هم زیاتوي.


