کرکټ؛ افغانستان له هند سره درې شل‌اوریزې لوبې کوي

0
69
Naveen Ul Haq of Afghanistan celebrating the wicket of Virat Kohli of India during the 2nd T20I between India and Afghanistan held at the Holkar Stadium in Indore on the 14th January 2024 Photo by Saikat Das / Sportzpics for BCCI

د افغانستان کرېکټ بورډ د افغانستان او هند ترمنځ د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو د لړۍ نېټې تایید کړې دي.

د نړیوالو ورزشي رسنیو د راپورونو له مخې، د افغانستان کرېکټ بورډ اجرائیوي مشر نصیب خان په یوه لیک کې د بورډ سوداګریزو او رسنیزو شریکانو ته ویلي چې له هند سره د افغانستان د کوربه‌توب سیالیو مهال‌وېش وروستی شوی او د هند کرېکټ بورډ (BCCI) ورسره هوکړه کړې ده.

د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه د سپټمبر په ۱۳مه د نوي ډیلي په ارون جیټلي لوبغالي کې ترسره کېږي. دویمه او درېیمه لوبه به هم په همدې لوبغالي کې د سپټمبر په ۱۵مه او ۱۷مه ترسره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ په لیک کې ویلي چې د هند د ۲۰۲۶ کال سفر به د سپټمبر له ۱۳مې تر ۱۷مې دوام وکړي او د سیالیو نېټې او د لوبو ځایونه له هندي کرېکټ بورډ سره وروستي شوي دي.

خو بورډ ټینګار کړی چې د لړۍ رسمي عامه اعلان لا نه دی شوی او وروستی اعلان به د اړوندو ادارو له لوري ترسره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، دغه لیک یې د دې لپاره خپور کړی چې رسنیز او سوداګریز شریکان وکولای شي د سیالیو لپاره خپل چمتووالی، خپرونې، د کارکوونکو تنظیم او نور اړوند پلانونه له مخکې برابر کړي.