جنوبي وزیرستان کې ۴۵ کلنه ښځه د ډبرو په ګوزارونو وژل شوې

0
82

د خیبر پښتونخوا د جنوبي وزیرستان لوئر ولسوالۍ د برمل تحصیل په انګور اډه سیمه کې یوه ۴۵ کلنه ښځه د ډبرو په ګوزارونو وژل شوې ده.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، پېښه د اګست پر شپږمه د انګور اډې ته څېرمه د «کې کې چوک، زېړه لیټه» په سیمه کې هغه مهال شوې چې مېرمن بدا‌مه بي بي د خپلې کورنۍ پسونه او وزې د څرولو لپاره غرونو ته تللې وه.

د کورنۍ د معلوماتو له مخې، نوموړې سهار له کوره وتلې وه، خو تر غرمې پورې بېرته کور ته ستنه نه شوه. د کورنۍ غړو او ځايي خلکو د هغې په لټون پسې غرونو ته ولاړل او د غرمې شاوخوا یې د نوموړې مړی وموند.

د سرچینو په وینا، د مېرمن بدا‌مه بي بي پر بدن د ټپونو نښې لیدل شوې وې. د پېښې د څرنګوالي او د هغې د وژلو د انګېزې په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

د وژل شوې ښځې کورنۍ وایي، له چا سره یې شخصي دښمني نه لرله او نه پوهېږي چې د نوموړې د وژلو لامل څه و. د کورنۍ په وینا، هغه به هره ورځ غرونو ته د څارويو د څرولو لپاره تلله.

پولیسو د پېښې په تړاو دوسیه ثبت کړې او د پېښې څېړنه یې پیل کړې ده. د پولیسو د معلوماتو له مخې، د پېښې د عاملانو د پېژندنې او د وژنې د انګېزې د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.

د سیمې د امنیتي ادارو په همکارۍ د پېښې له ځایه د شواهدو د راټولولو هڅې هم شوې دي.

د وژل شوې ښځې د کورنۍ یو غړي ملک سلطان وزیر ویلي، بدا‌مه بي بي او زابت خان نهه اولادونه لري چې پنځه یې لوڼې او څلور یې زامن دي. نوموړي له حکومته غوښتي چې د پېښې روڼې پلټنې وکړي او د کورنۍ مالي ملاتړ ته هم پام وکړي.

په ورته مهال، د جنوبي وزیرستان لوئر د پاکستان پیپلز ګوند ضلعي عمومي منشي عمران مخلص ویلي چې په سیمه کې د ښځو د حقونو، زده‌کړو او بنسټیزو اسانتیاوو په برخه کې لا هم ډېرو هڅو ته اړتیا ده.

د سیمې ځینې سیاسي او ټولنیز فعالان هم د پېښې د بې‌طرفه څېړنې او د مسوولو کسانو د قانون منګولو ته د سپارلو غوښتنه کوي.

ځايي سرچینې وایي، په انګور اډه او شاوخوا سیمو کې د اړیکو د اسانتیاوو کمښت د پېښې د خبر د ژر خپرېدو او له اړوندو ادارو سره د اړیکو پر وړاندې ستونزې رامنځته کړې دي.