د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له اېکشن اېډ نړیوالې ادارې سره د کرنې د ودې او اقلیمي بدلونونو اړوند د پروژو په اړه د همغږۍ او تخنیکي ناستې جوړه کړې ده.
په دې ناسته کې د اېکشن اېډ د افغانستان مشر ویلي، چې د «اقلیمي بدلون او بدیلو معیشتونو» تر نوم لاندې پروژه به د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې پلې شي.
د نوموړي په وینا، د دغې پروژې لپاره د بریتانیا حکومت له لوري اته میلیونه پونډه مالي مرسته ځانګړې شوې ده.
د پروژې موخه د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د زیانمنو ټولنو د مقاومت پیاوړتیا او هغوی ته د عاید او ژوند د برابرولو بدیلې لارې رامنځته کول بلل شوي دي.


