ایران او امریکا د خبرو اترو په اړه مثبتې نښې؛ ټرمپ د هرمز تنګي په تړاو د سخت غبرګون خبرداری ورکړ

0
63
mockups-design.com

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، له ایران سره د روانو خبرو اترو فضا مثبته وه او هیله شته چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوږده کړکېچن وضعیت نرم شي. هغه خبرداری هم ورکړی چې که د هرمز تنګي د پرانیستې په اړه شوې هوکړې عملي نه شي، نو امریکا به سخت غبرګون وښيي.

ټرمپ له یوې امریکایي رسنۍ سره په مرکه کې وویل چې د ورځې په اوږدو کې له ایراني لوري سره خبرې وشوې او پرمختګ پکې لیدل کېږي. د هغه په وینا، تمه ده د هرمز تنګی بېرته د نړیوالې بېړۍ چلونې پر مخ پرانیستل شي.

بل لور ته، د امریکایي رسنۍ د راپور له مخې، امریکا او ایران د عمان په منځګړیتوب د لنډمهالي تفاهم یوې مرحلې ته نږدې شوي، چې موخه یې د هرمز تنګي له لارې د سمندري تګ راتګ بېرته عادي کول دي.

خو ایراني دولتي رسنیو د یوه باخبره چارواکي له قوله ویلي، تر هغو چې امریکا د فشار او ګواښ سیاست ته دوام ورکوي، د نفتو او مایع طبیعي ګاز نړیوال لېږد به له ستونزو او ځنډ سره مخ وي.

په همدې حال کې قطر ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ د اختلافاتو د کمولو لپاره د منځګړیتوب هڅې روانې دي. د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د امریکا له ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرو کې د کړکېچ د سوله‌ییز حل پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، له عمان سره د هرمز تنګي په اړه خبرې رغنده وې او هدف یې د خوندي سمندري تګ راتګ رامنځته کول او د دواړو هېوادونو د ملي حاکمیت او امنیت ساتنه ده.

د بېړیو د تګ راتګ د څار معلومات ښيي چې د هرمز او باب المندب له مهمو سمندري لارو د بېړیو شمېر د تېرو ورځو په کچه پاتې دی. د انرژۍ اړوند معلوماتو له مخې، د سې‌شنبې په ورځ یوازې اته بېړۍ د هرمز له تنګي تېرې شوې چې پنځه یې د نفتو ټانکرونه او درې نورې بار وړونکې بېړۍ وې.

د جګړې له پیل مخکې، هره ورځ شاوخوا ۱۳۰ تر ۱۴۰ بېړۍ له همدې لارې تېرېدلې.

د سمندري لېږد د څار ادارو د معلوماتو له مخې، د متحده عربي اماراتو د طبیعي ګاز یوه ټانکره بېړۍ هم له څو اوونیو وروسته د هرمز له تنګي وتلې ده.

د ملګرو ملتونو د نړیوالې سمندري ادارې د راپور له مخې، د جګړې له پیل راهیسې په هرمز تنګي کې لسګونه امنیتي پېښې ثبت شوې دي. راپور زیاتوي چې په دغو پېښو کې ۱۷ سمندري کارکوونکي وژل شوي دي.

ایران وایي، د امریکا د بریدونو له امله لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي، او د جګړې له پیل راهیسې د ټولو قربانیانو شمېر زرګونو ته رسېدلی. بل لور ته امریکا د خپلو ۱۸ پوځیانو د وژل کېدو پخلی کړی دی.