ملګري ملتونه: په یوه اوونۍ کې ۴۵۸۳ افغان کډوال افغانستان ته بېرته راستانه شوي

0
87

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي، په تېره یوه اوونۍ کې له پاکستان، ایران او تاجکستان څخه ۴۵۸۳ افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د دغې ادارې د راپور له مخې، چې د دوشنبې په ورځ، د زمري په ۱۲مه خپور شوی، یاد کسان د جولای له ۲۶مې څخه د اګست تر لومړۍ نېټې پورې هېواد ته راستانه شوي دي.

د راپور د شمېرو له مخې، له ټولو راستنو شویو کسانو څخه ۴۵۱۸ تنه له پاکستان، ۴۹ تنه له ایران او ۱۶ تنه له تاجکستان څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي. په دغو راستنېدونکو کې ۵۶ سلنه ښځې او ۴۴ سلنه نارینه دي.

راپور څرګندوي چې د راستنو شویو کسانو له ډلې ۱۹۶۲ تنه د ثبت شوو افغان کډوالو (POR) کارتونه لرل، ۱۴۵۰ تنه بې اسناده وو، ۱۱۰۳ تنه د افغان تابعیت د تثبیت (VRF) سندونه لرل او ۶۸ نورو د پناه غوښتنې د نوم‌لیکنې اسناد درلودل.

ملګرو ملتونو ویلي، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې نېټې راهیسې یې له یو میلیون، ۱۲۶ زره او ۴۸۱ بېرته ستنو شویو افغانانو سره مرستې کړې دي. همدارنګه د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې تر اوسه ۳۴۳ زره او ۹۳۳ راستنېدونکو ته هم د مرستو رسولو خبر ورکړل شوی دی.

یادې ادارې د مرستو د څرنګوالي په اړه جزییات نه دي خپاره کړي، خو د پخوانیو معلوماتو له مخې، له بېرته ستنېدونکو افغانانو سره عموماً نغدي او ځینې نورې بېړنۍ بشري مرستې ترسره کېږي.