د پاکستان د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د دوشنبې په ورځ په درېیو جلا امنیتي پېښو کې یو پولیس سرتېری وژل شوی او درې نور کسان تښتول شوي دي.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، د مستونګ ښار د یوې شخصي کتابتون ته نږدې ناپېژاندو وسلهوالو پر ډزو د احسان الله په نوم یو پولیس سرتېری وژل شوی دی. د هغه جسد روغتون ته لېږدول شوی او له لومړنیو قانوني چارو وروسته یې کورنۍ ته سپارل شوی دی. چارواکي وایي، د برید د عاملانو د موندلو لپاره پلټنې روانې دي.
بل لور ته، امنیتي سرچینو ویلي چې د خضدار ولسوالۍ د ارنجي سیمې څخه قبایلي مشر میر اخلاق خدراني او د هغه ورور جاوېد د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا تښتول شوي دي. د سرچینو په وینا، د دوی درېیم ورور له تښتوونکو څخه په تېښته بریالی شوی دی. له پېښې وروسته امنیتي ځواکونو په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي.
همدارنګه د لسبیلې ولسوالۍ په یوې امنیتي پوستې د ناپېژاندو وسلهوالو د برید راپور ورکړل شوی دی. د امنیتي سرچینو په وینا، بریدګرو د ګلاب په نوم یو سبانسپکټر له ځان سره بیولی او د پوستې وسلې یې هم له ځانه سره وړې دي. له دې پېښې وروسته هم امنیتي ځواکونو په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي.
تر اوسه د دغو درېیو پېښو مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، او چارواکي وایي چې د پېښو په اړه پلټنې او د لادرکه شویو کسانو د موندلو هڅې دوام لري.


