افغانستان کې د کانونو د پلټنې لپاره له خصوصي شرکت سره هوکړه لاسلیک شوه

0
90

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت له «تیمور سنا» خصوصي شرکت سره د هېواد د کانیزو زېرمو د سروې او اکتشاف په برخه کې د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړې ده.

د هوکړې موخه د افغانستان د کانیزو سرچینو پېژندنه او د کانونو د سروې او اکتشاف د چارو پراختیا بلل شوې ده.

دغه هوکړه د کانونو وزارت د سروې او اکتشاف عمومي رییس انجینر عبدالله حیدري او د «تیمور سنا» شرکت د مشر اکرم قلندروف ترمنځ د وزارت د چارواکو او د شرکت د استازو په حضور کې لاسلیک شوې ده.

حیدري ویلي، د دې هوکړې لاسلیک د افغانستان د کانیزو سرچینو د سروې او اکتشاف د پراختیا په برخه کې مهم ګام دی. د نوموړي په وینا، هوکړه‌لیک نهه مادې لري.

د هوکړې له مخې، «تیمور سنا» شرکت به د راتلونکي یوه کال په ترڅ کې د کانونو او پټرولیم وزارت د ټاکل شویو پلانونو له مخې د فلزي کانونو د سروې او اکتشاف چارې ترسره کړي.