افغانستان او ازبکستان د کانونو او انرژۍ پر ګډو پروژو خبرې وکړې

0
71

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري او د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یف په کابل کې د کانونو او انرژۍ په برخو کې د ګډو پروژو او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د کندلان د مسو کان د پلټنې اړوند هوکړې د عملي کېدو، د توتي میدان د ګاز پروژې د تړون د پرمختګ او د ازبکستان د دولتي شرکتونو له لوري د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې په اړه بحث وشو.

دواړو لورو د کانونو په برخه کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د پخوانیو هوکړو د عملي کېدو څرنګوالی هم وڅېړه.

په لیدنه کې د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې د لا ډېرولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار شوی دی.