ایران: له امریکا سره د پیغامونو لېږد رالېږد لا هم روان دی

0
93

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، له امریکا سره د غیرمستقیمو پیغامونو لېږد رالېږد روان دی او پاکستان او قطر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په برخه کې د منځګړو په توګه ونډه لري.

د وزارت ویاند اسماعیل بقايي یوې بهرنۍ رسنۍ ته ویلي، سره له دې چې د امریکا او ایران ترمنځ د پیغامونو تبادله روانه ده، خو تهران د خپلو ادعاوو له مخې د تېرو خبرو اترو د تجربې له امله پر واشنګټن بشپړ باور نه لري.

بقايي زیاته کړې چې د ایران لپاره تر ټولو مهمه موضوع د وروستیو بریدونو پر وړاندې د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع ده.

د نوموړي په وینا، ایران د هرمز تنګي له لارې د خوندي تګ راتګ د تضمین په تړاو د شوې هوکړې له مخې خپلې ژمنې د ۳۰ ورځو په موده کې پوره کړې وې، خو د دې مودې له پای ته رسېدو مخکې امریکا، د ادعا شویو سمندري پېښو په تړاو، پر ایران بیا بریدونه پیل کړل.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ادعا کړې چې په تېر یوه کال کې درېیم ځل دی چې د خبرو اترو پر مهال د پوځي بریدونو له امله د ایران ډیپلوماټیکې هڅې له ستونزو سره مخ کېږي.

هغه همداراز ویلي چې د شوې هوکړې له مخې باید د ایران کنګل شوې شتمنۍ هم خوشې شوې وای، خو د نوموړي په خبره، امریکا تر اوسه دغه کار نه دی کړی.