د افغانستان او ازبکستان چارواکو د دوهاړخیزې سوداګرۍ، پانګونې، ترانزیټ، انرژۍ او بنسټیزو پروژو په برخو کې د همکاریو د پراخولو پر سر خبرې کړې دي.
د افغانستان د اقتصادي چارو د ریاست د معلوماتو له مخې، د افغانستان اقتصادي مرستیال لومړي وزیر ملا عبدالغني برادر او د ازبکستان مرستیال لومړي وزیر جمشید خواجهیف نن (د جولايي، ۲۶مه) په کابل کې په ارګ کې لیدلي دي. په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو یو شمېر لوړپوړو چارواکو هم ګډون کړی و.
په خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو، ګډو اقتصادي پروژو او سیمهییزې همکارۍ د پراختیا په اړه بحث شوی دی.
ملا عبدالغني برادر ویلي، د کابل او تاشکند پیاوړې اقتصادي اړیکې نه یوازې د دواړو هېوادونو لپاره ګټورې دي، بلکې د سیمې د اقتصادي ثبات لپاره هم اغېزمنې تمامېدای شي.
افغان لوري له ازبکستانه غوښتي چې د افغان صادراتي توکو د لېږد پر وړاندې شته خنډونه کم کړي، د چین، منځنۍ اسیا او روسیې له لوري افغانستان ته د ترانزیټي توکو د لېږد اسانتیاوې زیاتې کړي او د افغان کرنیزو محصولاتو، تازه او وچو مېوو، خوراکي توکو او کانونو د محصولاتو لپاره سیمهییزو بازارونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.
دواړو لورو د ترانزیټي بنسټونو د پراختیا، د ګمرکي چارو د اسانتیا، افغان وګړو ته د ویزو د اسانتیاوو او د انرژۍ په ګډون د ګډو بنسټیزو پروژو په اړه هم خبرې کړې دي.
د ازبکستان مرستیال لومړي وزیر جمشید خواجهیف ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه اوس ۱.۶ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده. نوموړي زیاته کړې چې تاشکند غواړي په افغانستان کې د روانو پانګونو چارې چټکې کړي او د نویو اقتصادي پروژو د پلي کېدو لپاره هم کار وکړي.
د ازبک چارواکو په وینا، د دغه هېواد پانګهوال د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري. ازبکستان همداراز له افغانستانه د غوښې او پنبې د وارداتو د زیاتولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.
دواړه لوري په حیرتان کې د شاوخوا ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د جست د پروسس د یوې فابریکې د جوړولو وړاندیز هم ارزوي.
د راپورونو له مخې، ازبک پلاوي د ترانسپورټ، انرژۍ، کرنې، بانکدارۍ، سوداګرۍ او د بشري سرچینو د وړتیا لوړولو په برخو کې له افغان ادارو سره د ګډ کار پر دوام ټینګار کړی دی.
افغانستان او ازبکستان په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي. دواړه هېوادونه د ترانزیټي لارو، انرژۍ او سیمهییزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره پر بېلابېلو پروژو او طرحو هم کار کوي.


