په افغانستان کې د ډوبېدو پېښو له امله ۱۲۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

0
75

د افغانستان د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي اداره وایي، د ۱۴۰۴ لمریز کال له پیل راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په سیندونو، نهرونو او ډنډونو کې د ډوبېدو ۵۲ پېښې ثبت شوې دي، چې له امله یې ۱۲۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۳ نور له مرګه ژغورل شوي دي.

د دغې ادارې د شمېرو له مخې، په مړو شویو کسانو کې ۷۱ نارینه، ۱۱ ښځې او ۴۶ ماشومان شامل دي، او د څلورو نورو کسانو د برخلیک په اړه لا هم معلومات نه دي ترلاسه شوي او نادرکه ګڼل کېږي.

یادې ادارې دا شمېرې د جولای د ۲۵مې، د ډوبېدو د مخنیوي له نړۍوالې ورځې، په مناسبت خپرې کړې او له خلکو یې غوښتي چې د اوبو سرچینو ته د تګ پر مهال د خوندیتوب لارښوونې په جدي توګه مراعات کړي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.