فرانسه او هسپانیه کې پراخو ځنګلي اورونو نږدې ۲۰۰ زره کسان بې‌ځایه کړي

0
86
mockups-design.com

د فرانسې او هسپانیې په بېلابېلو سیمو کې د پراخو ځنګلي اورونو له امله زرګونه کورنۍ خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي. د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د دواړو هېوادونو په اغېزمنو سیمو کې د بې‌ځایه شویو کسانو شمېر نږدې ۲۰۰ زرو ته رسېدلی دی.

د فرانسې چارواکو د بوردو ښار شاوخوا په ځینو سیمو کې د خلکو د خونديتوب لپاره د وتلو امر کړی، ځکه اور د ښار پر لور د خپرېدو په حال کې دی. د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي، په ژیروند او لاند سیمو کې شاوخوا ۱۴۱ زره کسان له خپلو کورونو ایستل شوي دي.

په هسپانیه کې هم چارواکي وایي، د هېواد په مرکزي برخو کې د ځنګلي اورونو له امله شاوخوا ۶۰ زره کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي. د اور وژنې ډلې لا هم د اورونو د مهارولو هڅې روانې ساتلې دي، خو سختې ګرمي، وچکالي او پیاوړي بادونه د اورونو د چټک خپرېدو لامل شوي دي.

چارواکو ویلي، د اورونو ناڅاپي او چټک خپرېدو د ژغورنې او اور وژنې چارې له ستونزو سره مخ کړې دي. د اقلیم د بدلون له امله د تودوخې لوړې درجې او اوږدمهاله وچکالي د دغو اورلګېدنو د شدت مهم عوامل بلل کېږي.