امریکا پر ایران د نهمې پرله‌پسې شپې د بریدونو ادعا وکړه

0
89

د امریکا پوځ ادعا کړې چې پر ایران یې د نهمې پرله‌پسې شپې لپاره هوايي بریدونه کړي دي. له دې سره هممهاله د ایران له تبریز، چابهار، کنارک، سیریک او د بوشهر ولایت له ځینو سیمو د چاودنو راپورونه خپاره شوي دي.

د ایران دولتي رسنیو ویلي، د تبریز ښار په لوېدیځه برخه کې درې پرله‌پسې چاودنې اورېدل شوې دي. همدارنګه له سیمې څخه د اورلګېدنې ویډیوګانې هم خپرې شوې، خو ایراني چارواکو تر اوسه د پېښې د څرنګوالي په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړي.

ځینو ناتاییدو سرچینو ادعا کړې چې په تبریز کې د توغندیو اړوند پوځي تاسیسات په نښه شوي، خو دا ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

د ایران دولتي خبري اژانس د سیمه‌ییزو چارواکو له قوله ویلي چې په چابهار او کنارک کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. سربېره پر دې، ځینو غیررسمي سرچینو ادعا کړې چې د بوشهر ولایت د خورموج ښار د سپاه پاسداران یوه اډه هم په نښه شوې، خو ایراني چارواکو په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د وروستیو بریدونو موخه د هغو درېیو امریکايي سرتېرو د وژل کېدو غچ اخیستل وو چې د ده په وینا په وروستیو بریدونو کې وژل شوي وو.

ټرمپ ویلي، امریکا هڅه کوي د ایران هغه پوځي او توغندیز وړتیاوې له منځه یوسي چې د ده په خبره د سیمې د امنیت او د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو لپاره ګواښ بلل کېږي. هغه دا ادعا هم کړې چې ایران د خپلو پوځي امکاناتو ډېره برخه له لاسه ورکړې ده.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) په یوه بیان کې ویل شوي چې د ایران پر ضد د بریدونو نوې لړۍ پیل شوې او دا عملیات به د ایران د پوځي وړتیاوو د کمزوري کولو لپاره دوام ومومي. بلخوا ایراني چارواکو تر اوسه د دغو امریکايي ادعاوو او د بریدونو د پایلو په اړه بشپړ رسمي دریځ نه دی خپور کړی.