دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهدفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱۰ طالبان وژل شوي.

دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱۰ طالبان وژل شوي.

ويب ډیسک

د‌ افغانستان ملي دفاع وزارت وایی چی امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۱۰ طالبان ووژل شول، ۹۵ ټپیان شول او ۳ تنه نور ونیول شول.

همداراز د دښمن زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۹ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد، ننګرهار، لغمان، خوست، غزني، لوګر، پکتیکا، زابل، بادغیس، غور، فاریاب، بلخ، جوزجان، سرپل، سمنګان، هلمند، بغلان، بدخشان او کندز ولایتونو کې وژل شوي، ټپيان او نیول شوي دي. خو تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه