د امریکا په هوايي بریدونو کې درې نور کسان وژل شوي، ایران په کویټ او اردن کې د غبرګون ادعا کړې

0
96

ایراني چارواکو ویلي، د هرمزګان ولایت په ځینو سیمو کې د امریکا په تازه هوايي بریدونو کې درې تنه وژل شوي او اته نور ټپیان دي. بل لور ته ایران ادعا کړې چې د دغو بریدونو په ځواب کې یې په کویټ او اردن کې پر امریکايي او ایتلافي موخو یو شمېر عملیات ترسره کړي دي.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د هرمزګان د والي مرستیال ویلي چې په وروستیو بریدونو کې درې کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ژوبل شوي دي. د راپور له مخې، تر دې یوه ورځ وړاندې هم په همدې ولایت کې د امریکا په بریدونو کې اته ولسي وګړي وژل شوي وو، چې څلور ښځې، دوه معلول وروڼه او دوه نور نارینه هم پکې شامل وو.

په همدې حال کې د کویټ پوځ ویلي چې د شنبې په سهار یې د خپل هېواد په هوايي حریم کې څو بالستیک توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې شنډې کړې. د پوځ په وینا، په هغو بریدونو کې د برېښنا او د سمندري اوبو د خوږولو د یوې فابریکې په ګډون ځینې مهمې تاسیسات په نښه شوي دي. پوځ زیاته کړې چې په بې‌پیلوټه بریدونو کې یو شمېر سرتېري ټپیان شوي، خو روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ نه دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې، ایران همداراز ادعا کړې چې په اردن کې یې د امریکا پر یوه پوځي اډه توغندیز برید کړی، چې له امله یې څو امریکايي سرتېري ټپیان شوي دي. په دغو راپورونو کې د مرګ ژوبلې پخلی نه دی شوی.

بلخوا د ایران د سپاه پاسداران بحري ځواک ادعا کړې چې د بوشهر ولایت په هوايي حریم کې یې د امریکا یوه MQ-9 بې‌پیلوټه الوتکه د هوايي دفاعي سیستم په وسیله نسکوره کړې ده.

سپاه پاسداران همدارنګه ویلي چې د هرمز تنګي له لارې د مقرراتو خلاف د تېرېدو په هڅه کې یې څلور د تېلو لېږدوونکې بېړۍ د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په ګډو عملیاتو درولې دي. د دې ځواک د ادعا له مخې، د هرمز تنګي په سوېلي برخه کې دوه نور د تېلو باروړونکي کښتۍ د چاودنو له امله ویجاړې شوې دي.

د یادونې ده چې د دې پېښو په اړه د امریکا او نورو اړوندو لورو خپلواک دریځ یا رسمي تایید تر اوسه نه دی خپور شوی، او د جګړې دواړو خواوو بېلابېلې ادعاوې کړې دي.