د پاکستان پوځ: په بنو او شاوخوا سیمو کې عملیات؛ ۲۴ وسله‌وال وژل شوي

0
101

د پاکستان پوځ وایي، امنیتي ځواکونو د بنو او نږدې سیمو په بېلابېلو ځایونو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ګډ عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۲۴ وسله‌وال وژلي دي.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) په خبرپاڼه کې راغلي، دا عملیات په بنو کې د وروستیو امنیتي پېښو، پر پولیسو د بریدونو او د موټر بم چاودنې له رامنځته کېدو وروسته، د امنیتي ځواکونو او نورو قانون پلي کوونکو ادارو په ګډه پیل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سختو نښتو پر مهال ۲۴ وسله‌وال وژل شوي او له هغوی څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي. د پوځ په وینا، وژل شوي کسان په بېلابېلو بریدونو او د ملکي وګړو په وژنو کې ښکېل وو.

ای اېس پي ار ویلي، په سیمه کې به د پلټنې او تصفیې عملیات دوام ولري او د دغو بریدونو عاملان او د هغوی ملاتړکوونکي به د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د پوځ په وینا، د ملي عمل پلان او د «عزم استحکام» تګلارې له مخې به د ترهګرۍ پر ضد عملیات په پوره ځواک روان وي، څو د هېواد امنیت خوندي او د وسله‌والو فعالیتونه پای ته ورسېږي.

یادونه: دا معلومات د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) د رسمي خبرپاڼې پر بنسټ خپاره شوي دي.