کوټه کې اعتراضي پرلت دوام لري، په بلوچستان کې کاربندیز هم روان دی

0
89

د بلوچستان په زیارت او هنه اوړک سیمو کې د جولای د پنځمې نېټې د وسله‌والو بریدونو له امله د وژل شویو کسانو د کورنیو اعتراضونه لا هم روان دي. د دغو بریدونو پر ضد د جمعې په ورځ د کوټې په ګډون د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د اپوزیسیون ګوندونو او د سوداګرو ټولنو په غوښتنه عمومي کاربندیز هم ترسره شو.

په یادو بریدونو کې د پولیسو سرتېرو او ولسي وګړو په ګډون ۳۵ کسان وژل شوي او لسګونه نور تښتول شوي وو. له همدې امله په کوټه کې اعتراضي پرلتونه دوام لري. د کوټې د پرلت ګډونوالو د یو شمېر وژل شویو کسانو جسدونه هم تر اوسه نه دي خاورو ته سپارلي او د خپلو غوښتنو تر منل کېدو پورې د اعتراض پر دوام ټینګار کوي.

د بلوچستان حکومت او د پرلت د استازو ترمنځ د خبرو څو پړاوونه ترسره شوي دي. حکومتي چارواکي وایي، د دواړو لورو ترمنځ د هوکړې پر یوې مسودې سلا شوې او تمه ده چې له لمانځه وروسته به پرې لاسلیک وشي.

خو د پرلت ویاند اصغر اڅکزي وایي، له لومړنۍ هوکړې وروسته په مسوده کې بدلونونه راوستل شوي، ځکه نو وروستۍ موافقه نه ده شوې. د هغه په خبره، د اعتراض د راتلونکو ګامونو په اړه به له خپلو ملګرو سره تر سلا مشورې وروسته پرېکړه اعلان کړي.

د بلوچستان حکومت د وژل شویو کسانو د هرې کورنۍ لپاره د یو کروړ او یوولس لکو پاکستانیو روپیو د مالي مرستې اعلان کړی او ویلي یې دي چې د قربانیانو د ماشومانو د زده‌کړو لګښتونه به هم حکومت پر غاړه واخلي.

اعتراض کوونکي او اپوزیسیون ګوندونه غوښتنه کوي چې د بریدونو د څېړنې لپاره دې خپلواک قضایي کمېسیون جوړ شي، ناقانونه وسله‌والې ډلې دې بې‌وسلې او له منځه یوړل شي، لیویز ځواک دې بېرته پیاوړی او د «بي اېریا» پخوانی امنیتي نظام دې بیا فعال شي.