یکشنبه, جولای 12, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد بلوچستان په واشک ولسوالۍ کې پر مزدورانو وسله‌وال برید؛ پنځه کسان...

د بلوچستان په واشک ولسوالۍ کې پر مزدورانو وسله‌وال برید؛ پنځه کسان وژل شوي

د بلوچستان د واشک ولسوالۍ په ماشکیل سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو پر یوه دوکان ډزې کړې چې له امله یې د پنجاب پنځه تنه مزدوران وژل شوي دي.

د واشک مرستیال کمېشنر مجید سرپره ویلي، دا پېښه د یکشنبې په ورځ د ایران پولې ته نږدې د ماشکیل په سیمه کې رامنځته شوې ده. د هغه په وینا، بریدګرو پر هغه دوکان ډزې وکړې چې پکې د پنجاب اوسېدونکي مزدوران پر کار بوخت وو.

د چارواکو په خبره، په برید کې پنځه کسان وژل شوي او بریدګر له پېښې وروسته تښتېدلي دي. ویل کېږي چې وژل شوي کسان د پنجاب د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي وو.

ځايي ادارې وایي، له قانوني چارو تر بشپړېدو وروسته د وژل شویو جسدونه د هغوی خپلو سیمو ته لېږدول کېږي.

تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی. ځینې رسنۍ د ناقانونه بلوڅو وسله‌والو ډلو د احتمالي لاس لرلو یادونه کوي، خو چارواکو په رسمي ډول د برید د عاملانو هویت نه دی تایید کړی او د پېښې پلټنې روانې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه