یکشنبه, جولای 12, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخوشحال خان کاکړ: په ځینو سیمو کې د وسله‌والو ډلو فعالیتونه د...

خوشحال خان کاکړ: په ځینو سیمو کې د وسله‌والو ډلو فعالیتونه د خلکو د سر او مال لپاره ګواښ ګرځېدلي

د پاکستان د ملي شورا د کورنیو چارو دایمي کمېټې غونډه په اسلام‌اباد کې ترسره شوه. په دې غونډه کې د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مشر او د ملي شورا غړي خوشحال خان کاکړ د پښتون مېشتو سیمو د امنیتي وضعیت، د وسله‌والو بریدونو او د سولې او نظم د خرابېدو په اړه خپل نظرونه د کمېټې له غړو سره شریک کړل.

هغه د هنه اوړک او زیارت په وروستیو امنیتي پېښو خبرې وکړې او ویې ویل چې په دغو پېښو کې ګڼ ملکي وګړي، پولیس او ځايي اوسېدونکي وژل شوي او یو شمېر کسان لا هم نادرکه دي. د هغه په وینا، دغو پېښو د زیانمنو کورنیو ترڅنګ په سیمه کې د خلکو اندېښنې او د ناامنۍ احساس زیات کړی دی.

خوشحال خان کاکړ وویل چې په ځینو سیمو کې د وسله‌والو ډلو فعالیتونه د خلکو د سر او مال لپاره ګواښ ګرځېدلي او د خلکو ترمنځ یې وېره خپره کړې ده. هغه زیاته کړه چې د ده په اند، د دغو ډلو او د هغوی د ملاتړ کوونکو پر ضد اغېزمن او پر وخت اقدامات نه دي شوي، چې له امله یې د خلکو اندېښنې زیاتې شوې دي.

هغه وویل چې د خلکو د امنیت ساتنه او د قانون پلي کول د دولت اساسي دنده ده او اړتیا ده چې د امنیت د ټینګښت لپاره عملي او اغېزمن ګامونه واخیستل شي.

نوموړي له دایمي کمېټې وغوښتل چې د هنه اوړک او زیارت د ټولو وروستیو پېښو په اړه هر اړخیزې او بې‌طرفه څېړنې ترسره شي، د وژل شویو کسانو کورنیو ته لازمې مرستې او تاوان ورکړل شي، نادرکه او تښتول شوي کسان ژر او په خوندي ډول خپلو کورنیو ته وسپارل شي، او د قانون له مخې د وسله‌والو ډلو او د هغوی د همکارانو پر ضد بې‌توپیره قانوني اقدامات وشي.

خوشحال خان کاکړ همداراز ټینګار وکړ چې په پښتون مېشتو سیمو کې د تلپاتې امنیت، د خلکو د سر او مال د خونديتوب او د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره باید یوه هراړخیزه او دوامداره تګلاره غوره شي. هغه وویل چې ګوند به یې د سولې، قانون د واکمنۍ او د اساسي او ولسواکۍ حقونو د ترلاسه کولو لپاره خپلې سیاسي او قانوني هڅې روانې وساتي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه