د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د وروستیو وسلهوالو بریدونو له امله امنیتي ځواکونو خپل عملیات روان ساتلي دي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، امنیتي سرچینې ادعا کوي چې د تېرو پنځو ورځو په ترڅ کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال ۷۵ وسلهوال وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، په «شعبان» نومي عملیاتو کې د وژل شویو وسلهوالو شمېر ۳۹ ته رسېدلی دی. امنیتي سرچینو ویلي، د جولای له پنځمې نېټې راهیسې د «شعبان» عملیاتو او نورو استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې ټولټال ۷۵ وسلهوال وژل شوي دي.
چارواکي وایي، «شعبان» عملیات وروسته له هغې پیل شول چې د بلوچستان د زیارت ښار د منګي بند د پولیسو پر مرکز وسلهوال برید وشو. د چارواکو په وینا، په دغه برید کې ۲۷ امنیتي سرتېري وژل شوي وو، او د برید پر مهال د یو شمېر بریدګرو د وژل کېدو ادعا هم شوې وه.
د یادونې وړ ده چې د وژل شویو وسلهوالو شمېر او د عملیاتو نور جزییات د امنیتي سرچینو له لوري وړاندې شوي، او تر اوسه خپلواکو سرچینو په خپلواکه توګه دا ادعاوې نه دي تایید کړې.


