لیکنه: ډاکټر انور داوړ
که چېرې يو انسان په خپلو جسماني غړو مات شي، نو د هغې د مانا نه ده چې انسان د ورسره په فکري لحاظ هم مات شي، ځکه چې انسان يوازې په خپلو جسماني غړو نه ماتېږي. هغه اول په خپل ذهن کې ماتې خوري او بیا وروسته د بدن طاقت هم له لاسه ورکوي. ذهن د انسان اوله جګړه ده او کله چې فکرونه تسلیم شي، نو د بدن طاقت هم بې وسه شي. د ژوند په هر ډګر کې اول هغه کس ماتې خوري چې ذهن یې له وېرې، شک او ناامېدۍ څخه ډک وي. کله چې د زړه باور او یقین کمزوری شي، نو بدن بیا د خنډونو مقابله نه شي کولی. د جګړې په میدان کې هم هغه انسان چې فکر یې کمزوری وي، په لومړي خنډ کې ماتې خوري او حتا د ساده خنډونو، مشکلاتو مقابله هم ورته ناممکنه شي.
فکر صرف د ذهن د جګړې نوم نه دی، بلکې د انسان د ټول ژوند لارښود وي. که یو انسان خپل ذهن مضبوط وساتي، نو د بدن طاقت به یې هم د هرې ستونزې مخې ته کلک ولاړ وي. تاریخ مونږ ته د دې بې شمېره مثالونه راښيي. هغه مشران، زړور انسانان او رهبران چې اول یې خپل فکر مضبوط کړی و، له هرې جسماني ماتې وروسته بیا هم راپاڅېدلي دي. هغوی ته دا معلومه وه چې د زړه او ذهن قوت هغه طاقت دی چې د بدن کمزوري هم ختمولی شي.
په ټولنه کې هم همداسې حالت وي. که چېرې یوه ټولنه د ناامېدۍ، بې باورۍ او غلطو فکرونو تر سیوري لاندې ژوند کوي، نو خلک یې له ناروغیو، بې وسۍ او حتا له جګړو سره مخ کېږي. ذهن د بدن وړومبنۍ دفاعي کرښه ده. که دا کرښه کمزورې شي، نو د بدن فزیکي مقاومت هم ورو ورو له منځه ځي. د فکر ماتې نه پس فزیکي ماتې صرف د خبرداري یوه نښه وي، نه د همېشنۍ ناکامۍ. دا انسان ته دا پیغام ورکوي چې اول خپل ذهن مضبوط کړه، خپل باور او یقین پوخ کړه، ناامېدي له خپل فکره وباسه، بیا به دې بدن هم د هرې ستونزې او هر خنډ مخې ته په مضبوطۍ ودرېږي.
پوهه، باور او اراده د بدن طاقت تر ټولو مؤثره سرچینه ده. کله چې فکر مات شي، بدن هم ماتېږي. کله چې فکر قوي وي، حتی تر ټولو سختې ستونزې يې هم نه شي ماتولی. نو د ژوند په هر ډګر کې لومړۍ جګړه د ذهن سره ده او هر جسماني طاقت یوازې د قوي فکر نتيجه ده. که غواړې چې ماتې په بریا بدله شي، لومړی خپل ذهن، باور او فکر ته قوت ورکړه. بدن یوازې د ذهن د زړورتیا انعکاس دی.
پوهه، باور او اراده د بدن د طاقت تر ټولو لویه او مؤثره سرچینه ده. چې کله فکر مات شي، بدن هم ورسره ماتې خوري. خو چې فکر مضبوط وي، نو تر ټولو سختې ستونزې هم انسان نه شي ماتولی. ځکه د ژوند په هر ډګر کې اوله جګړه د ذهن جګړه وي او هر فزیکي طاقت د مظبوط فکر او کلک باور نتيجه وي. که غواړې ماتې په بریا بدله کړې، نو اول خپل ذهن مضبوط کړه، خپل باور پوخ کړه او خپل فکر ته قوت ورکړه. بدن صرف د ذهن د زړورتیا او ټینګ هوډ انعکاس وي.


