امریکا د چهارشنبې په سهار پر ایران د هوايي بریدونو نوې لړۍ پیل کړې ده. دا بریدونه څو ساعته وروسته له هغه ترسره شول چې د هرمز په تنګي کې درې سوداګریزې بېړۍ په نښه شوې.
د اسوشیټېډ پرېس (AP) د راپور له مخې، دغو پېښو د امریکا او ایران ترمنځ د لنډمهالي اوربند راتلونکی له شک سره مخ کړی او د دواړو لورو ترمنځ یې کړکېچ یو ځل بیا زیات کړی دی.
ویل کېږي چې د روانو خبرو موخه د هرمز تنګي بشپړ پرانیستل، د ایران د اټومي پروګرام په اړه اختلافاتو ته د حل لاره موندل او د جګړې د دایمي پای ته رسېدو لپاره هوکړې ته رسېدل وو، خو وروستیو پرمختګونو دا هڅې له ستونزو سره مخ کړې دي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) په یوه بیان کې ویلي، بریدونه یې د هغو سوداګریزو بېړیو د عملې پر ضد د بریدونو په غبرګون کې ترسره کړي چې د نړیوالې سمندري لارې له لارې تېرېدې. په بیان کې راغلي، د ایران وروستي اقدامات بېځایه، خطرناک او د اوربند له هوکړې سره په ټکر کې وو.
بل لور ته، ایران تر اوسه د دغو تازه امریکايي بریدونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
د راپورونو له مخې، امریکا له دغو بریدونو څو ساعته وروسته هغه جواز هم لغوه کړی چې د لنډمهالي تفاهم له مخې یې ایران ته د تېلو د پلور اجازه ورکوله.
د ملګرو ملتونو د سمندري چارو نړیوال سازمان ویلي، د هرمز په تنګي کې وروستي بریدونه د اپرېل میاشتې راهیسې په یوه ورځ کې د ورته پېښو تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي.
شنونکي وايي، که په هرمز تنګي کې امنیتي وضعیت نور هم خراب شي، ښايي د نړیوالې سوداګرۍ، د انرژۍ د لېږد او د سیمې پر ثبات منفي اغېزې وکړي.


