د بلوچستان د اورماړه ساحل ته نږدې د یوې خصوصي هوايي کمپنۍ بار وړونکې الوتکه د الوتنې پر مهال بې درکه شوې او د هغې د موندلو لپاره په سمندر کې د لټون او ژغورنې پراخې چارې روانې دي.
د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې ویلي، الوتکه د متحده عربي اماراتو له شارجې څخه کراچۍ ته روانه وه. د چارواکو په وینا، د شپې شاوخوا ۹ بجې او ۱۸ دقیقې د الوتکې د لارې موندنې په وسایلو کې تخنیکي ستونزه پیدا شوه، چې ورپسې د کراچۍ د هوايي تګ راتګ د څار مرکز د هغې د لارښوونې هڅې پیل کړې.
د ادارې د څرګندونو له مخې، درې دقیقې وروسته الوتکه په رادار کې په چټکۍ سره د لوړوالي له لاسه ورکولو او د لوري د ناڅاپي بدلولو په حال کې ولیدل شوه، خو لږ وروسته ورسره د رادار او راډیويي اړیکه پرې شوه.
د هوايي چلند د سرچینو په وینا، د الوتکې وروستی ثبت شوی ځای د اورماړه له ساحله شاوخوا ۵۳ سمندري میله لرې و.
چارواکي وايي، له پېښې وروسته د ژغورنې د همغږۍ مرکز سمدستي فعال شو او د بېلابېلو ادارو په همکارۍ په سمندر کې د لټون چارې پیل شوې. د معلوماتو له مخې، په الوتکه کې د عملې پنځه غړي سپاره وو، چې پیلوټ، مرستیال پیلوټ، د الوتنې انجنیر او د بار مسؤول هم پکې شامل وو.
د الوتنو د څار نړیوالې شبکې د لومړنیو مالوماتو له مخې، الوتکې لومړی لوړوالی له لاسه ورکړ، بیا یې د لنډ وخت لپاره بېرته لوړوالی واخیست، خو وروسته په ډېرې چټکتیا ښکته کېدل پیل کړل. وروستی ثبت شوی مالومات ښيي چې الوتکه هغه مهال د سمندر له سطحې شاوخوا ۱۱۰۰ فوټه لوړه وه.
د پاکستان سمندري ځواک، هوايي ځواک او نورې اړوندې ادارې د الوتکې د موندلو لپاره په ګډه د لټون چارې پرمخ وړي. تر اوسه د الوتکې د لوېدو رسمي پخلی نه دی شوی او پلټنې او لټون لا هم روان دي.


