د بلوچستان په کوټه کې د هنه اوړک سیمې د کلی بیري پر سیمه د وسلهوالو د برید په اړه پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د شنبې په ماښام شاوخوا څلور بجې وسلهوالو پر سیمه برید وکړ او د څو ساعتونو لپاره یې سیمه کلابنده کړه.
د ګوند د اعلامیې له مخې، په دې پېښه کې یو ځوان، نقیب الله، وژل شوی او ګڼ شمېر نور کسان ټپیان شوي دي. اعلامیه زیاتوي چې د مرګژوبلې د زیاتېدو اندېښنه هم شته.
پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د نقیب الله پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې، د هغه له کورنۍ سره یې خواخوږي ښودلې او د ټپیانو د ژر رغېدو هیله یې کړې ده.
اعلامیه وايي، د پېښې له پیل سره سم د ګوند مسؤلینو حکومتي چارواکو، ملکي ادارو او امنیتي بنسټونو ته د وضعیت په اړه خبر ورکړی او د بېړنۍ مداخلې غوښتنه یې کړې وه، خو د دوی په وینا، اړوند ادارو په وخت اقدام ونه کړ او له څو ساعتونو وروسته یې عملیات پیل کړل.
ګوند په خپله اعلامیه کې ادعا کړې چې د امنیتي ادارو د ناوخته اقدام له امله د سیمې اوسېدونکي اړ شول د خپل ځان، کورونو او شتمنیو د ساتنې لپاره خپله مقاومت وکړي.
پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د دې پېښې د سمدستي، رڼو او بېپرې پلټنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د نقیب الله د وژنې عاملان او د هغوی همکاران باید قانون ته وسپارل شي. ګوند همداراز د پېښې پر مهال د غفلت د مسؤلینو پر ضد د اقدام، د ټپیانو د مناسبې درملنې او په سیمه کې د خلکو د امنیت لپاره د اغېزمنو تدابیرو غوښتنه کړې ده.
د راپورنو له مخې، دوه کسان مړه دي پنځلس نور ټپيان دي.


