شنبه, جون 27, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه سوېلي افغانستان کې د ماشومانو د سختې خوارځواکۍ پېښې زیاتې شوې...

په سوېلي افغانستان کې د ماشومانو د سختې خوارځواکۍ پېښې زیاتې شوې دي

د بې‌پولې ډاکټرانو ادارې (MSF) ویلي، چې د افغانستان په سوېلي ولایتونو کې د هغو ماشومانو شمېر چې د سختې حادې خوارځواکۍ له امله د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کوي، په اندېښمنوونکې توګه زیات شوی دی.

یادې ادارې د جمعې په ورځ (د جون ۲۶مه) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د نړیوالو مرستو کمېدل، پرله‌پسې وچکالۍ او د خوارځواکۍ د درملنې ځانګړو خوړو د رسولو بهیر ګډوډېدل د دې بحران د پراخېدو مهم لاملونه دي.

د MSF د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او اپرېل ترمنځ، په سوېلي افغانستان کې د دې ادارې تر ملاتړ لاندې د درملنې مرکزونو ته د سختې خوارځواکۍ لرونکو ماشومانو د بستر کېدو شمېر د تېرو درېیو کلونو د همدې مودې د اوسط په پرتله له ۳۰ سلنې ډېر زیات شوی دی.

ادارې ویلي، ډېری اغېزمن شوي ماشومان تر یو کلنۍ کم عمر لري.

په سوېلي افغانستان کې د MSF طبي همغږې انا لیلیا باندا ویلي، ماشومان هغه مهال روغتیايي مرکزونو ته رسېږي چې روغتیايي وضعیت یې ډېر خراب شوی وي او له داسې اختلاطاتو سره مخ وي چې د وخت پر درملنې یې مخنیوی کېدای شو.

هغې زیاته کړې، چې دا وضعیت د خوړو د نه‌خوندیتوب د زیاتېدو او د خوارځواکۍ د ژر پېژندنې او درملنې د سیستمونو د کمزوري کېدو څرګندونه کوي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې د نړیوالو مرستو د پام وړ کمېدو له امله ۴۴۵ روغتیايي مرکزونه، چې ۲۰۳ ګرځنده روغتیايي او تغذیې ډلې هم پکې شاملې دي، تړل شوي یا یې فعالیت ځنډول شوی دی.

د MSF په وینا، دغو مرکزونو د خوارځواکو ماشومانو په وخت پېژندنه او درملنه کې مهم رول درلود.

ادارې دا هم ویلي، چې پرله‌پسې وچکالۍ، د کرنیزو تولیداتو کمښت او د سیمې د کړکېچونو له امله د پولو تړل کېدو د خوړو خوندیتوب لا ډېر زیانمن کړی او ماشومانو ته د ځانګړو درملیزو خوړو رسونه یې هم اغېزمنه کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، یوازې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د هلمند ولایت د بست ولایتي روغتون د تغذیې څانګې ته له ۱۵۰۰ څخه ډېر د سختې خوارځواکۍ لرونکي ماشومان بستر شوي، چې دا شمېر د ۲۰۲۲ کال د همدې مودې په پرتله تر دوه برابره ډېر دی.

همداراز، په کندهار ولایت کې له ۵۷۰ څخه زیاتو ماشومانو درملنه ترلاسه کړې، او د ظرفیت د محدودیت له امله له ۳۰۰ څخه ډېر نور ناروغان نورو روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د بې‌پولې ډاکټرانو ادارې له مرستندویانو، روغتیايي چارواکو او اړوندو بنسټونو غوښتي، چې د افغانستان د تغذیې پروګرامونو مالي ملاتړ بېرته پیل کړي او د درملیزو خوړو او طبي تجهیزاتو پرله‌پسې رسونه یقیني کړي.

ادارې خبرداری ورکړی، که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، لا ډېر ماشومان به له ژوند ژغورونکو روغتیايي خدمتونو بې‌برخې شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه