جمعه, جون 26, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاسحاق ډار: نړۍ پاکستان د سولې د منځګړي هېواد په توګه پېژني

اسحاق ډار: نړۍ پاکستان د سولې د منځګړي هېواد په توګه پېژني

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار ویلي، د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای او د هوکړې له رامنځته کېدو وروسته نړۍ پاکستان د یوه مسؤل منځګړي او د سولې د ټینګښت لپاره د هڅو کوونکي هېواد په توګه ګوري.

نوموړي د پاکستان پارلمان ته په وینا کې ویلي، څو کاله وړاندې پاکستان له ډیپلوماټیکې انزوا سره مخ هېواد بلل کېده، خو اوس دا انګېرنه بدله شوې او د سولې، خبرو اترو او شخړو د حل په برخه کې د پاکستان رول په نړیواله کچه ستایل کېږي.

اسحاق ډار ادعا کړې چې د پاکستان د هڅو له امله د امریکا او ایران ترمنځ له ۴۷ کلونو وروسته مستقیمې خبرې اترې ممکنې شوې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي هم ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ په وروستیو پرمختګونو کې د پاکستان رول د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو شریکانو له لوري مثبت ارزول شوی دی.

هغه زیاته کړې چې پاکستان د قطر په همکارۍ د امریکا او ایران ترمنځ د لوړې کچې لومړنیو اړیکو او ورپسې د خبرو اترو د ترسره کېدو لپاره د اسانتیا برابرونکي رول لوبولی دی.

د پاکستان چارواکي وایي، ډیپلوماسي او خبرې اترې د نړیوالو شخړو د سوله‌ییز او دوامدار حل تر ټولو اغېزمنه لاره ده او وروستیو پرمختګونو د پاکستان نړیوال اعتبار لا پیاوړی کړی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه