په داسې حال کې چې د اروپا ډېری هېوادونه د سختې ګرمۍ له څپې سره مخ دي، په فرانسه کې په تېرو څو ورځو کې ۴۰ کسان د سیندونو او ویالو په اوبو کې د لامبو پر مهال ډوب شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د فرانسې لومړي وزیر سیباستین لېکورنو ویلي، د جون له ۱۸مې نېټې راهیسې د ډوبېدو له امله ۴۰ تنه مړه شوي چې ډېری یې ځوانان دي. نوموړي دغه پېښې خواشینوونکې بللې دي.
د فرانسې د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، د هېواد په سوېل لوېدیځ کې د تودوخې درجه ۴۴.۳ سانتي ګراد ته رسېدلې ده.
د اروپا روانه د ګرمۍ څپه کارپوهانو ته د ۲۰۰۳ کال مرګونې ګرمۍ یادونه کوي، چې ۱۶ ورځې یې دوام وکړ او شاوخوا ۸۰ زره کسان پکې مړه شوي وو.
د فرانسې د هوا پېژندنې اداره وايي، اوسنی وضعیت له هغه وخت سره ورته والی لري، خو لا هم څرګنده نه ده چې دا ګرمي به تر کومې مودې دوام وکړي.
د فرانسې ترڅنګ بریتانیا، ایټالیا، سویس او هسپانیه هم د سختې ګرمۍ تر اغېز لاندې دي. په ځینو سیمو کې ښوونځي او د ترانسپورټ چارې اغېزمنې شوې دي، او ګڼ سیاحتي ځایونه، د ایفل برج په ګډون، په موقتي ډول تړل شوي دي.


