دوشنبه, جون 15, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍایمانویل مکرون: د امریکا او ایران د سولې هوکړه دې ژر او...

ایمانویل مکرون: د امریکا او ایران د سولې هوکړه دې ژر او بشپړه عملي شي

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون امریکا او ایران ترمنځ د شوې سولې هوکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا تړون د څو هېوادونو د ډیپلوماتیکو هڅو پایله ده.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون امریکا او ایران ترمنځ د شوې سولې هوکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا تړون د څو هېوادونو د ډیپلوماتیکو هڅو پایله ده. هغه له ټولو ښکېلو لورو غوښتي چې د هوکړې ټولې مادې په چټک او بشپړ ډول عملي کړي.

مکرون ټینګار کړی چې د هرمز تنګي بېړنۍ او بې‌قید و شرطه پرانیستل د سیمې د ثبات او نړیوال اقتصاد لپاره مهم دي. د هغه په وینا، فرانسه او بریتانیا د نړیوال ماموریت له لارې د سمندري تګ راتګ د عادي کېدو ملاتړ ته چمتو دي.

د فرانسې ولسمشر ویلي چې دا هوکړه کولی شي په منځني ختیځ کې د پراخو سولې خبرو ته لار هواره کړي، څو د ایران د اټومي او بالستیکي پروګرامونو او د سیمې د امنیتي اندېښنو په اړه حللارې وموندل شي.

نوموړي همداراز د لبنان د دولتي بنسټونو د پیاوړتیا او د دغه هېواد د حاکمیت د ټینګښت لپاره د فرانسې د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې په لبنان کې دایمي او قوي اوربند د ثبات لپاره اړین دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه