د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر د افغانستان ـ امریکا د سوداګرۍ خونې له مشر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، د سوداګریزو او پانګیزو همکاریو د زیاتوالي، د نویو سوداګریزو مشارکتونو د رامنځته کېدو او د افغانستان او امریکا د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو د لا ټینګښت پر لارو چارو بحث وشو.
دواړو لورو ټینګار وکړ چې د سوداګرو او پانګوالو لپاره دې لا ډېر فرصتونه برابر شي، ګډ اقتصادي فعالیتونه دې وهڅول شي او د خصوصي سکټور اړوند بنسټونو ترمنځ همکاري دې نوره هم پراخه شي.
په غونډه کې دا هم څرګنده شوه چې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا به د افغانستان او امریکا د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
دواړو خواوو د متقابلو خبرو او ګډې همکارۍ د دوام ژمنه وکړه او د اقتصادي اړیکو پر لا پیاوړتیا یې ټینګار وکړ


