جمعه, جون 26, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاڅکزی: افغانستان کې جګړه د سیمې تباهي ده؛ ستونزې دې د خبرو...

اڅکزی: افغانستان کې جګړه د سیمې تباهي ده؛ ستونزې دې د خبرو له لارې حل شي

افغانستان او پاکستان ژورې او ورورولۍ اړیکې لري او باید دواړه هېوادونه د یو بل ازادۍ، خپلواکۍ او ملي حاکمیت ته درناوی وکړي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ویلي، افغانستان او پاکستان ژورې او ورورولۍ اړیکې لري او باید دواړه هېوادونه د یو بل ازادۍ، خپلواکۍ او ملي حاکمیت ته درناوی وکړي.

هغه ویلي، افغانستان د خپلې ازادۍ په اړه ډېر حساس هېواد دی او افغانان هم باید د پاکستان ازادۍ او خپلواکۍ ته احترام ولري. ده ټینګار کړی چې که څوک د ستونزو حل غواړي، نو پاکستان دې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره ګډه غونډه راوبولي، پر افغانستان دې لګېدلي تورونه وړاندې کړي او د افغان لوري ځوابونه دې هم واورېدل شي.

نوموړي ویلي، ستونزې د ګولیو او چاودنو له لارې نه حل کېږي. هغه زیاته کړې چې برتانیې، امریکا او روسیې افغانستان ته پوځي مداخلې وکړې، خو له سختو ماتونو سره مخ شوې او افغانستان د یرغلګرو لپاره «قبرستان» ثابت شوی دی.

هغه خبرداری ورکړی چې که خدای مه کړه په سیمه کې بیا هم ورته تېروتنه وشي، نو ټوله سیمه به د خطرناکې جګړې اور واخلي او د پښتنو او بلوڅو سیمې به هم اغېزمنې شي.

ده ویلي، په سیمه کې د ایران روان وضعیت اندېښمنوونکی دی او که امریکا، روسیه، چین، برتانیه او نور ځواکمن هېوادونه خپله سیالي زموږ سیمې ته راکش کړي، نو لویه تباهي به رامنځته شي.

هغه ویلي، دوی له تېرو دوو کلونو راهیسې پر حکمرانانو غږ کوي چې د عقل او تدبر مظاهره وکړي، سیمه له جګړو وباسي او ټول هېوادونه د یو بل ازادۍ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي.

نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان په چارو کې باید لاسوهنه ونه شي، ځکه افغانستان په تاریخي ډول یو خپلواک هېواد پاتې شوی دی. هغه دا هم ویلي، که خدای مه کړه افغانستان ووېشل شو، نو پاکستان او ایران به هم له ستونزو او بې‌ثباتۍ سره مخ شي، ځکه پاکستان او افغانستان د یو بل لپاره لازم او ملزوم دي.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه باید سره کښېني او د خبرو له لارې ستونزې حل کړي. د ده په وینا، که د افغانستان پر اوسني حکومت هر ډول تورونه هم ولګېږي، بیا به هم دوی تر هر څه وړاندې د افغانستان تر څنګ ولاړ وي.

نوموړي د دوګوني تابعیت موضوع ته په اشارې ویلي، لکه څنګه چې میلیونونه پاکستانیان د کاناډا، ایټالیا او نورو هېوادونو دوګونی تابعیت لري، همداسې هر پښتون باید خپل تذکره ولري او خلکو ته یې ښکاره کړي.

هغه په پای کې ویلي، پر ډیورنډ کرښه لګېدلې اغزن تار د امریکا په غوښتنه لګول شوی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه