شنبه, مې 30, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهروس او افغانستان د پوځي او تخنیکي همکاریو په اړه تړون لاسلیک...

روس او افغانستان د پوځي او تخنیکي همکاریو په اړه تړون لاسلیک کړی

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، روس او افغانستان پرون د پوځي او تخنیکي همکاریو په اړه یو مهم تړون لاسلیک کړی دی.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، روس او افغانستان پرون د پوځي او تخنیکي همکاریو په اړه یو مهم تړون لاسلیک کړی دی.

د روسي خبري اژانس «انټرفاکس» د معلوماتو له مخې، د دغه تړون د لاسلیک مراسمو کې د افغانستان د دفاع وزیر او د روسیې د امنیت شورا منشي ګډون کړی و.

سرچینو تر اوسه د تړون د جزییاتو په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي.

د افغانستان د دفاع وزیر دا مهال د روسیې د امنیت شورا له لوري جوړ شوي نړیوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره په مسکو کې حضور لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه