د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د لوی اختر په مناسبت په خپل اختریز پیغام کې یو ځل بیا له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو د پیل غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د ښځو او روزل شوو کدرونو لپاره د کار زمینې برابرول د هېواد د پرمختګ لپاره اړین دي.
نوموړي ویلي، د افغانستان راتلونکی له زده کړو، پوهنې او مسلکي روزنې سره تړلی دی او باید دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وشي، څو هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې پر لور ګامونه واخلي.
حامد کرزي همدارنګه د وروستیو ورښتونو له امله د اوبو د زیاتوالي هرکلی کړی، خو په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو له امله له زیانمنو شویو کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
پخواني ولسمشر په خپل پیغام کې هغو کورنیو سره هم غمرازي ښودلې چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې زیانمنې شوې دي.


