دوشنبه, مې 25, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد نړیوالو خامو تېلو بیې د دوو اوونیو تر ټولو ټیټې کچې...

د نړیوالو خامو تېلو بیې د دوو اوونیو تر ټولو ټیټې کچې ته راولوېدلې

د راپورونو له مخې، د نړیوالو خامو تېلو بیې د وروستیو دوو اوونیو تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي او په نړیوال بازار کې د بیو د کمېدو لړۍ لا هم دوام لري.

د راپورونو له مخې، د نړیوالو خامو تېلو بیې د وروستیو دوو اوونیو تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي او په نړیوال بازار کې د بیو د کمېدو لړۍ لا هم دوام لري.

د مالوماتو پر بنسټ، د «وېسټ ټېکساس انټرمیډیټ» خامو تېلو بیه د هر بېرل په سر ۹۱ ډالرو او ۶۹ سنټو ته راکمه شوې ده. همداراز د «برېنټ» خامو تېلو بیه هم د هر بېرل په سر ۹۸ ډالرو او ۲۴ سنټو ته ټیټه شوې ده.

اقتصادي شنونکي وایي، د نړیوالو بازارونو بدلونونه، د عرضې او تقاضا وضعیت، او اقتصادي فشارونه هغه مهم عوامل دي چې د تېلو پر نړیوالو بیو مستقیم اغېز کوي.

کارپوهان زیاتوي، که د نړیوال اقتصاد د ودې کچه ورو پاتې شي او یا د تېلو تولید زیات شي، نو امکان شته چې د خامو تېلو بیې نورې هم راټیټې شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه