د پاکستان د پوځ لوی درستیز او د دفاعي ځواکونو مشر فیلډ مارشال سید عاصم منیر د جمعې په ورځ ایران ته په رسمي سفر روان شو. امنیتي سرچینو ویلي چې نوموړی به د خپل سفر پر مهال د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو، د سیمې د سولې او نورو مهمو موضوعاتو په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.
سرچینو زیاته کړې چې عاصم منیر به د ایران له لوړپوړو چارواکو سره هم لیدنې ولري. بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د عاصم منیر د تهران د سفر په اړه ویلي چې امریکا له پاکستاني چارواکو سره په دوامداره تماس کې ده.
روبیو د پاکستان هڅې وستایلې او ویې ویل چې اسلاماباد د واشنګټن او تهران ترمنځ د سولې د هوکړې لپاره «د ستاینې وړ» رول لوبوي. هغه زیاته کړه چې د امریکا او ایران ترمنځ په روانو اړیکو کې پاکستان تر ټولو مهم منځګړی هېواد پاتې شوی دی.
په همدې حال کې ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره کتلي او د شخړو د حل لپاره یې پر بېلابېلو وړاندیزونو خبرې کړې دي.
پاکستان په وروستیو ورځو کې خپلې ډیپلوماتیکې هڅې زیاتې کړې دي. محسن نقوي په تېره یوه اوونۍ کې دویم ځل تهران ته تللی او هلته یې د ایران له ولسمشر، د پارلمان له مشر او د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنې کړې دي.
دیپلوماتیکو سرچینو ویلي چې پاکستان اوس هم د تهران او واشنګټن ترمنځ د پیغامونو د لېږد رول ترسره کوي، خو د ایران اټومي پروګرام، د بندیزونو لرې کول، د هرمز تنګي وضعیت او د سیمې امنیتي اندېښنې د هوکړې پر وړاندې لوی خنډونه دي.
بل لور ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که په ټاکلي وخت کې هوکړه ونه شي، نو امریکا به یو ځل بیا پوځي بریدونو ته مخه کړي. ایران هم ویلي چې د امریکا د هر ډول برید په صورت کې به شخړه له منځني ختیځه بهر هم پراخه شي، خو ټینګار یې کړی چې د جګړې د مخنیوي لپاره لا هم د خبرو دروازې پرانیستې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې اسلاماباد به د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکړي. د وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي چې وزیراعظم شهباز شریف به د مې له ۲۳مې تر ۲۶مې چین ته سفر وکړي او د امریکا او ایران کړکېچ به هم د خبرو د اجنډا برخه وي.


