یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایمل ولي خان: الحمدلله، تښتول شوې معصومه ماشومه بېرته موندل شوې ده

ایمل ولي خان: الحمدلله، تښتول شوې معصومه ماشومه بېرته موندل شوې ده

د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان په خپل پیغام کې ویلي، «الحمدلله، تښتول شوې معصومه ماشومه بېرته موندل شوې ده.

د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان په خپل پیغام کې ویلي، «الحمدلله، تښتول شوې معصومه ماشومه بېرته موندل شوې ده. په دې مبارزه کې د ټولو خلکو غږ، دعاګانې او د ټولنیزو رسنیو مثبت او مسؤلانه کارول ډېر مهم رول ولوباوه. له هر هغه چا څخه مننه کوو چې د دغې معصومې ماشومې لپاره یې غږ پورته کړ او د انسانیت ملاتړ یې وکړ.»

نوموړي ويلي، اوس د قانون پلي کوونکو ادارو مسؤلیت دی چې بشپړې، شفافې او بې پرې پلټنې ترسره کړي، څو څرګنده شي چې دا معصومه ماشومه څنګه تر سنده ورسېده، د دې پېښې تر شا کوم کسان وو او چا په دې جرم کې مرسته یا اسانتیا برابره کړې ده.

دغه راز نوموړي زياته کړه، په دې قضیه کې چې هر څوک ښکېل وي، باید د قانون له مخې ورته سخته سزا ورکړل شي، ترڅو په راتلونکي کې هېڅ معصوم ماشوم له داسې دردناکو حالاتو سره مخ نه شي.

ایمل ولي خان وايي، دغه ماشومه معصومه وه، نو د هغې لپاره درېدل، غږ پورته کول او د انصاف غوښتنه کول زموږ ټولو اخلاقي، انساني او ټولنیزه دنده وه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه