دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبغلان ولایت کې د جګړو له امله د خلکو کورونه تخریب شوي...

بغلان ولایت کې د جګړو له امله د خلکو کورونه تخریب شوي دي.

ویب ډیسک
ځایي اوسیدونکي وايي چې مرکزي بغلان له تېرو درې اونیو راهیسې د طالبانو له خوا محاصره شوی او حکومت پرې هوایي

بریدونه پیل کړي دي، چې له امله یې په زاړه ښار، د ګوډانو، ملاخېلو او باړي زیو په کلي کې ګڼ شمېر کورونه په بشپړه توګه له منځه وړل شوي یو کلینیک او دوه جوماتونه هم تخریب شوي.

له یادو سیمو ډېر خلک بې ځایه شوي او خپل کورونه یې پرېښي دي.
خو ملي دفاع وزارت وایي چې بغلان کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې یې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه