د ایران مهر خبري اژانس د راپور له مخې، بقایي د دوشنبې په ورځ ویلي چې امریکا د یورانیمو د غني کولو او اټومي فعالیتونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې، خو ایران مخکې هم ویلي چې دغه اندېښنې بېبنسټه دي.
هغه زیاته کړې: «امریکایانو خپلې طرحې وړاندې کړې او موږ هم خپل دریځ روښانه کړی دی.»
د هرموز تنګي جزییات
د هرمز تنګي په اړه د امریکا او بحرین له لوري د وړاندې شوې پرېکړهلیک په تړاو نوموړي وویل، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ایران د سیمې د امنیت د خرابولو مسؤل نه شي بللای.
د بقايي وینا
د بقایي په وینا، چین او روسیه ښه پوهېږي چې په سمندرونو کې د ناامنۍ او د ازادې سوداګرۍ پر ضد اصلي اقدامات امریکا کوي.
هغه ټینګار وکړ، که نړیواله ټولنه غواړي مسؤلانه چلند وکړي، نو باید د امریکا اقدامات وغندي.


