یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمحسن نقوي د ایران سفر؛ پاکستان او ایران د سرحدي سوداګرۍ پراختیا...

محسن نقوي د ایران سفر؛ پاکستان او ایران د سرحدي سوداګرۍ پراختیا غوښتنه

د پاکستان او ایران ترمنځ پاینده باد سرحدي ګذرګاه چیرې چې سوداګریز موټرونه تګ راتګ کوي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سید محسن نقوي د ایران پلازمېنې تهران ته د ناڅاپي سفر پر مهال د ایران د کورنیو چارو له وزیر اسکندر مومني سره ولیدل، چې پکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، سرحدي امنیت او سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې وشوې.

دواړو لورو د پولې هاخوا سوداګرۍ، ټرانزیټ او د مالونو د تګ راتګ د اسانتیاوو پر ښه کولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ګډې پولې په اوږدو کې به اقتصادي همکاري نوره هم پراخه شي.

ایراني وزیر د پاکستان د حکومت او ولس مننه وکړه او ویې ویل چې د ایران او پاکستان اړیکې تاریخي او ورورولۍ ته ولاړې دي. هغه زیاته کړه چې دواړه هېوادونه غواړي د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره پر پوله د اسانتیاوو کچه لوړه کړي.

هغه دا هم وویل چې د دواړو هېوادونو ولسونه د یو بل په اړه مثبت نظر لري او د ایران د ستر مشر آیت الله سید مجتبی خامنه يي د پاکستان په اړه څرګندونې یې هم یادې کړې.

بلخوا، محسن نقوي د ایران له حکومت څخه د مېلمه پالنې مننه وکړه او ویې ویل چې پاکستان او ایران د دوه اړخیزو اړیکو، سرحدي مدیریت او سوداګرۍ اړوند مسئلو د عملي حل لپاره ګډ کار کوي.

هغه زیاته کړه چې په دې تړاو به له نورو ایراني چارواکو سره خپلې نورې لیدنې هم روانې وساتي.

سرچينهپښتو جرنل
اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه